د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، هغه جګړه چې د اسراییلو او امریکا له لوري پیل شوې، د پای ته رسېدو یوازینۍ لار یې دا ده چې د ایران قانوني حقونه ومنل شي، تاوان ورکړل شي او نړیواله ټولنه په پرېکنده توګه دا تضمین وکړي چې پر ایران به بیا تېری نه کېږي.
د ایران ولسمشر همدارنګه زیاته کړې، چې د روسیې او پاکستان له ولسمشرانو سره په ټیلیفوني خبرو کې یې ټینګار کړی چې د ایران اسلامي جمهوریت د سیمې د سولې او ارامۍ ساتلو ته ژمن دی.

