ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

امریکا د تل لپاره په پېښور کې خپله کونسلګرۍ تړي

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د تل لپاره په پېښور کې د خپلې کونسلګرۍ د تړل کېدو پرېکړه کړې.

د اسوشیټډپرس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د امریکا بهرنیو چارو وزارت په همدې تړاو خپله  پرېکړه روانه اونۍ کانګرېس ته استولې ده.

په یاده پرېکړه کې راغلي، چې د دغې کونسلګرۍ په تړل کېدو سره به په کال کې ۷ اعشاریه ۵ میلیونه ډالر سپما شي.