ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان او بیلاروس ترمنځ د سوداګرۍ کچه له ۲۰۰ میلیونه ډالرو لوړه شوې ده

د بېلاروس د بهرنیو چارو وزیر ماکسیم رېژنکوف د دغه هېواد له ون تلویزیوني شبکې سره په خبرو کې ویلي، چې تېر کال د افغانستان او بېلاروس ترمنځ د سوداګرۍ کچه له ۲۰۰ میلیونه ډالرو لوړه شوې ده.

ښاغلي رېژنکوف زیاته کړې، چې دغه هېواد د اوزبېکستان خاروه له افغانستان سره د سوداګرۍ د یوې مهمې دروازې په توګه کاروي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت له بیاواکمنېدو وروسته د ګڼ شمېر هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې په بې‌سارې توګه پراخې شوې دي.