د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وایي، په خوست کې د پاکستان د پوځي رژیم د توپچي برید له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ څلور تنه شهیدان او درې نور ټپیان شوي دي.
ښاغلي فطرت زیاته کړې، چې دا پېښه تېره شپه شاوخوا څلور بجې د خوست ولایت د علیشېرو ـ تریزیو ولسوالۍ اړوند د صدقو کلي د بدرګې ګورګورې په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د نوموړي په وینا، پاکستاني پوځي ځواکونو د عامو خلکو پر کورونو او د کوچيانو پر خېمو د توپونو او هاوانونو بریدونه کړي دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ویلي، چې د دغو بریدونو په پایله کې د کوچيانو د یوې کورنۍ دوه ماشومان، یوه ښځه او یو نارینه شهیدان شوي او درې نور ماشومان ټپیان شوي دي.
نوموړي زیاته کړې چې پاکستاني پوځي رژیم د کونړ ولایت پر بېلابېلو سیمو هم بریدونه کړي دي.
د هغه په خبره، د منورې ولسوالۍ پر بېلابېلو سیمو ۳۲ مرمۍ، د سرکاڼو ولسوالۍ په کلیو او بانډو ـ ګلاپړۍ، شونکړۍ، ګنجګل، ناوه، څپرې او ناوې ساحو کې ـ ۱۱۰ مرمۍ، د ناړۍ ولسوالۍ د دوکلام، بریکوټ او څونګلي پر سیمو ۶۵ مرمۍ او د خاص کونړ ولسوالۍ د لکې تیګي، لړم کڅ او شالۍ پر سیمو ۱۴ مرمۍ لګېدلې دي، چې مالي زیانونه یې اړولي دي.

