ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي ذبیح الله مجاهد: د پاکستان هېڅ برید به بې ځوابه پاتې نه شي

داسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي، د تیرو تجاوزونو او جنایاتو په دوام یوځل بیا پاکستاني پوځي رژیم په کابل، کندهار، پکتیا، پکتیکا او ځینو نورو برخو کې هوايي بریدونه کړي، ملکي کورونه یې په نښه کړي، چې ښځې او ماشومان یې شهیدان کړي او په ځينو ځایونو کې یې تشې دښتې او خالي ځایونه په نښه کړې دي.

ښاغلي مجاهد د پاکستان پوځي رژیم یاد بریدونه غندلي او ټینګار یې کړی، چې د پاکستاني لوري هېڅ ظلم به بې ځوابه پاتې نه شي.

مجاهد همدا راز وايي، د روژې مبارکې میاشتې په اخري لسو ورځو او د اختر په درشل کې د پاکستان پوځي رژیم دا ډول ظالمانه تجاوز څرګندوي چې دوی هيڅ ډول انساني اصولو او اخلاقي ارزښتونوته پابنده نه دي.