د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، د ایران پر تاریخي اثارو د اسراییلو د بریدونو په اړه د یونسکو چوپتیا د منلو وړ نه ده.
د راپورونو له مخې، اسراییلو په خپلو وروستیو بریدونو کې د ایران یو شمېر تاریخي اثار او هغه ودانۍ چې د یونسکو د نړیوال میراث په نوملړ کې ثبت دي، بمبار کړي دي.
عراقچي په خپله اېکسپاڼه لیکلي: «طبیعي ده هغه رژیم چې ان سل کلن تاریخ هم نه لري، له هغو ملتونو سره دښمني ولري چې لرغونی تاریخ لري؛ خو پوښتنه دا ده چې یونسکو چېرته ده؟ د هغې چوپتیا د منلو وړ نه ده.»

