ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اداري کمېسیون غونډه وشوه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اداري کمېسیون غونډه ترسره شوه.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې غونډه کې لومړی ټاکل شویو کمېټو د خپلو ورسپارل شویو فعالیتونو او کړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.

یادې خبرپاڼې زیاته کړې چې وروسته د کور او ښار جوړولو او پوهنې وزارتونو د اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او هر اړخیزه ارزونه وشوه.

همدارنګه د غونډې په پای کې، په اجنډا کې د شاملو نورو موضوعاتو د لا زیات تدقیق په موخه جلا کمېټو ته مشخصې دندې وسپارل شوې