ملي دفاع وزارت وايي، د افغان هوايي ځواکونو له لوري تېر ماښام شاوخوا ۵ بجې د اسلاماباد، د فیضاباد په سیمه کې د پاکستان پوځي رژیم د «حمزه» په نوم په یو مهم نظامي مرکز برید شوی دی.
یاد وزارت زیاته کړې، چې په دې برید کې د دغه مهم مرکز قومنداني او نور مهم تاسیسات د ډرون الوتکو په وسیله په نښه شوي، چې له امله یې پاکستاني عسکرو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
دغهراز ورته مهال پاکستاني چارواکي وایي، د افغانستان دوه بېپیلوټه الوتکې د اسلاماباد او راولپنډۍ تر منځ د فیضاباد سیمې پر سر لیدل شوې دي.
یادو چارواکو زیاته کړې، چې د دغو بېپیلوټه الوتکو له امله د اسلاماباد فضا او د اسلام اباد هوایي ډګر تړل شوي دي.

