ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بغداد کې د امریکا پر سفارت توغندیز برید شوی

الجریزې خبرې شبکې راپور ورکړی، چې د عراق په پلازمېنه بغداد کې د امریکا سفارت د توغندي په واسطه په نښه شوی.

 راپور زیاتوي، توغول شوی توغندی سفارت کې د چورلکو د ناستې پر ځای لګېدلی، خو د ځاني او مالي زیانونو په تړاو یې څه نه دي ویلي.

ورته مهال د امریکا بهرنیو چارو وزارت په عمان کې د بېړنیو امریکایي کارکوونکو پرته نورو کارکوونکو او د دوی د کورنیو غړو ته امر کړی چې د امنیتي خطرونو له کبله له دغه هېواد څخه و وځي.