ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کونړ او ننګرهار کې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د پاکستاني پوځي رژیم ۲۵ پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ملي دفاع وزارت وایي، افغان دفاعي ځواکونو د پاکستان پوځي رژیم د جنایتونو په غبرګون کې د کونړ او ننګرهار ولایتونو اړوند د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان پوځ یوه پوسته فتحه کړې.

یاد وزارت زیاته کړې، د دغو عملیاتو په ترڅ کې د پاکستاني رژيم ۱۴ پوځیان وژل شوي او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي.

د ملي دفاع وزارت په وینا، افغان ځواکونو دغه راز د دښمن یو زرهي‌دار ټانګ او یو انټرنیشنل موټر هم په بشپړ ډول له منځه وړي دي.