هند د افغانستان پر خاوره د پاکستان پوځي رژیم له لوري ترسره شوي وروستي هوايي بریدونه غندلي دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت رسمي ویاند رندهیر جیسوال د رسنیو پوښتنو ته په ځواب کې ویلي، دغه بریدونه د ملکي وګړو د مرګژوبلې او د ملکي زیربناوو د ویجاړېدو لامل شوي دي.
نوموړي دا بریدونه د پاکستان پوځي رژیم له لوري یو بل تېری بللی او ویلي یې دي، چې پاکستان لا هم د یو خپلواک افغانستان له مفکورې سره دښمني لري.
جیسوال همداراز ټینګار کړی، چې د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته باید په بشپړ ډول درناوی وشي.

