ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عطاءالله عمري د ټاپي پروژې له رييس سره د ځمکو د استملاک په اړه خبرې کړي

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په کابل کې دټاپي پروژې له رییس مراد امانوف او د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره په لیدنه کې د دې پروژې د مسیر پر اوږدو کې د ځمکو د استملاک د بهیر په اړه خبرې کړې دي.

 په دې لیدنه کې د ټاپي پروژې رییس د استملاک بهیر د چټکوالي او د دې پروژې په مسیر کې د استملاکي ځمکو د عادلانه بيو ټاکلو غوښتنه کړې، څو د ښکېلو څلورو هېوادونو ترمنځ د لاسلیک شوې موافقې سره سم ترسره شي.

په همدې حال کې مولوي عطاءالله عمري ډاډ ورکړی چې د هېواد د نافذه قوانینو او اصولو له مخې به د ځمکو د اجارې ټاکلې بیې مشخصې شي.

 د نوموړي په وینا، اوس مهال د بیو د ټاکلو پر مسودې کار روان دی، څو د خصوصي، شخصي او امارتي ملکیتونو ځمکو لپاره عادلانه بیې وټاکل شي.

د یادونې وړ ده، چې ټاپي پروژه له ترکمنستان څخه افغانستان، پاکستان او هند ته د ګازو د لېږد یوه ستره پروژه ده، چې د هغې یوه برخه مسیر له افغانستان څخه تېرېږي او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د دې پروژې د مسیر اړوند ځمکو د ارزونې، تثبیت او استملاک په برخه کې تخنیکي ونډه لري.