ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

خیبر پښتونخوا کې داعشیانو خپل ملګری وژلی

المرصاد د خپلو سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې له استخباراتي ادارو سره د اړیکو مخالفو داعشیانو په خیبر پښتونخوا کې خپل یو ملګری د جاسوسۍ په تور وژلی.

د المرصاد د معلوماتو له مخې، وژل شوی داعشي روح الله نومېده او د خوارجو په لیکو کې د زکریا او احمد په نومونو مشهور و.

د المرصاد د معلوماتو له مخې، روح‌الله څو کاله وړاندې په ترکيه کې د خوارجو لیکو ته جلب شوی و او په افغانستان کې یې پر ملکي او نظامي اهدافو د بریدونو ترڅنګ د داعشي خوارجو د اقتصاد ادارې تر چتر لاندې د اختطاف په ترسره کېدونکو عملیاتو کې هم لاس درلود.