ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د روغتيايي قوانينو د پلي کېدو په موخه یوه کمېټه رامنځته شوه

عامې روغتیا وزارت وایي، د طبي شورا لوی ریاست په مشرۍ ټاکل شوې کمېټې د یوې ناستې پر مهال له خصوصي روغتیايي مرکزونو څخه د څار او په همدې مرکزونو کې د بهرنیو روغتیایي کارکوونکو د څرنګوالي په تړاو راپور د دې وزارت له مشرتابه سره شریک کړ.

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونو مخنیوي، د نسخو معیاري کېدو، د درملو کیفیت خوندیتوب او نرخونو کنټرول په برخه کې پر اړینو او جدي اقداماتو ټینګار وکړ.

ورته مهال په دې ناسته کې د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ د روغتیایي قوانینو د پلي کېدو او څار په موخه یوه ګډه کمېټه هم وټاکل شوه.