د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني په شیخ زاید ملي او تخصصي روغتون کې د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو له بهیر څخه کتنه وکړه.
عامې روغتیا وزارت وایي، د دې لیدنې پر مهال ښاغلي حقاني د روغتیايي کارکوونکو هڅې وستایلې او د ناروغانو د ستونزو حل او د خدمتونو د کیفیت لوړولو لپاره یې مسولینو ته اړینې سپارښتنې وکړې.
په دې کتنه کې ښاغلي مرستیال ویلي، هر روغتیايي کارکوونکی بايد خپلو مسوليتونو ته پاملرنه وکړي او خپلې دندې په بشپړ صداقت سره ترسره کړي.
همدارنګه نوموړي له ناروغانو او مراجعینو سره هم لیدنه وکړه، د هغوی د روغتيا هيله يې څرګنده، غوښتنې یې واورېدې او د بشپړې پاملرنې ډاډ یې ورکړ.

