د تایلند د بهرنیو چارو وزیر سیهاساک پوانکتکایو د سیمې د وروستیو پېښو په اړه په تلیفوني اړیکه کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي سره خبرې کړې دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویلي، سید عباس عراقچي په دې تلیفوني خبرو کې ویلي، چې اوسنی وضعیت د امریکا او د اسراییل د جنایتکارو اقداماتو پایله ده، چې ایران او سیمه یې د ناوړه جګړې ښکار کړې او ایران پوره هوډ لري چې د خپل ملي حاکمیت او خاوره د یرغلګرو په وړاندې وساتي.
له بلې خوا، د ټایلند د بهرنیو چارو وزیر د سیمې د روانې جګړې د پایلو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او هیله یې وښوده چې هر څومره ژر ممکنه وي، په سیمه کې سوله او ثبات ټینګ شي.

