ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پاکستاني پوځي رژیم د تېرې شپې د وحشیانه برید پر وړاندې د کرکټ ملي لوبډلې د لوبغاړو توند غبرګونونه!

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي راشد خان د پاکستان د پوځي رژیم له لوري پر کابل پر وروستیو هوايي بریدونو ژوره خواشیني څرګنده کړې او دا بریدونه یې په کلکو ټکو غندلي دي.

نوموړي ویلي، په دغو بریدونو کې د سلګونو ملکي وګړو شهید کېدل او ټپي کېدل یو دردناک او د اندېښنې وړ عمل دی.

د هغه په وینا، د ملکي کورونو، تعلیمي بنسټونو او روغتیايي مرکزونو په نښه کول، که قصدي وي او که د تېروتنې له امله، ستر جنګي جنایت بلل کېږي.

راشد خان زیاته کړې، د بې ګناه انسانانو قیمتي ژوند ته نه درناوی، په ځانګړې توګه د روژې مبارکه میاشت کې، زړه بوږنووکی عمل دی. دا ډول جنایت نفاق او کرکې ته لمن وهي.

راشد خان همداراز له ملګرو ملتونو او نورو بشري حقونو ادارو غوښتي، چې د دې پېښې هر اړخیزه څېړنه وکړي او عاملین یې حساب ته راکش کړي.

هغه ټینګار کړی چې په دې سختو شرایطو کې د خپل ملت تر څنګ ولاړ دی او د دې غم ځان شریک بولي.

 نوموړي د بریدونو قربانیانو ته د جنت دعا او ټپیانو ته د بشپړې روغتیا هیله کړې او زیاته کړې یې ده چې افغانان به یو ځل بیا د یو ملت په توګه راپورته شي.

همدارنګه د کرېکټ ملي لوبډلې یو بل لوبغاړي محمد نبي عیسی‌خیل د پاکستان پوځي رژیم له لوري کابل کې د روږدو پر روغتون تر شوي برید له امله ژوره خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې دغې پېښې د امید څراغونه مړه کړل.

نوموړي ویلي، هغه ځوانان چې کورنیو یې د درملنې او نوي ژوند په هیله روغتون ته سپارلي وو، د بمبار تر سیوري لاندې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

 د ښاغلي عیسی‌خیل په وینا، د قربانیانو میندې او خپلوان د روغتون دروازو ته راټول شوي وو او د خپلو عزیزانو د برخلیک په اړه د یو خبر په تمه ولاړ وو.

محمد نبي زیاته کړې، دا هغه کسان وو چې کورنیو یې غوښتل بېرته عادي ژوند ته راستانه شي، خو د روژې په اته ویشتمه شپه یې ژوند د پاکستان پوځي رژیم په بمبار کې پای ته ورسېد.

نوموړي دا پېښه دردناکه بللې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خپله خواخوږي شریکه کړې ده.

دغه‌راز د کرېکټ ملي لوبډلی لوبغاړی نوین‌الحق ویلي دي، چې د پاکستان پوځي رژیم او اسرائیلو ترمنځ د کوم څرګند توپیر موندل ډېر ستونزمن دي.

ورته مهال ابراهیم ځدراڼ کابل کې د روږدو کسانو په یوه روغتون د پاکستان پوځي رژیم د تر سره شوي برید په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې هغه کسان چې د درملنې لپاره روغتون ته تللي وو او غوښتل یې چې صحتمند شي او هغه ورونه چې نیت یې درلود سبا روژه ونیسي، اوس یا له موږ سره نه شته او یا ټپیان شوي دي.

ابراهیم ځدراڼ دغه کسان بې‌وسه او ملکي وګړي بللي او ویلي یې دي چې دا برید د نړیوالو اصولو خلاف عمل دی.

نوموړي همداراز د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې ټول باید دا ډول بریدونه وغندي.

همدارنګه د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي نور احمد لکڼوال د کابل په یوه روغتیايي مرکز د وروستیو هوايي بریدونو په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

نوموړي ویلي، د پاکستاني پوځي رژیم له لوري پر روغتونونو او طبي مرکزونو بریدونه، هغه ځایونه چې خلک د درملنې او خونديتوب لپاره ورځي، د اندېښنې وړ او د نه منلو وړ عمل دی.

نور احمد لکڼوال زیاته کړې، دا ډول کړنې باید په جدي توګه وڅېړل شي او مسوول کسان باید د خپلو اعمالو حساب ورکړي.

دغه‌راز ښاغلي لکڼوال ټینګار کړی، چې بې‌ګناه انسانان باید هېڅکله د جګړو قرباني نه شي او نړیواله ټولنه او د بشري حقونو ادارې باید په بېړني ډول دغه پېښه وڅېړي او عاملین یې حساب ورکولو ته راوبولي.