ټولګټو وزارت وايي، چې په تېره اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د کب/حوت میاشتې له ۱۵مې نېټې څخه تر ۲۱مې) نېټې پورې د د دې وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۷۸زره او ۴۲۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
یاد وزارت زیاته کړې، چې د حیرتان بندر له لارې ۱۲۴ زره او ۵۳۳ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۱۶ زره او ۹۰۵ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۲۰ زره او ۱۹۳ ټنه او د خواف–هرات له لارې ۱۶ زره او ۷۹۰ ټنه انتقالات ترسره شوي، چې ټولټال۱۷۸زره او ۴۲۱ ټنه نفتي، غیرې نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد شوي دي.
د دغه وزارت په وینا؛ د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تېره اوونۍ کې ۱۰۹۰ ټنه صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس دي.
یاد وزارت زیاته کړې، هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

