ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

هند کابل کې د روږدو پر ۲۰۰۰ بستریز روغتون د پاکستان پوځي رژیم وحشیانه بریدونه وغندل

د هند بهرنیو چارو وزارت د بیانیې په خپرولو سره یاد بریدونه «بزدلانه» او د نه منلو وړ بللي او زیاته کړې یې ده، چې هېڅ ایمان، قانون او اخلاق پر روغتون او ناروغانو برید نشي توجیې کولای.

د یاد وزارت په بیانیه کې راغلي، چې نړیواله ټولنه باید د دغه جنایت عاملین حساب ته راکاږي او ډاډ تر لاسه کړي، څو د پاکستان له لوري په افغانستان کې د ملکي وګړو بې رحمانه په نښه کول ژر تر ژره ودرېږي.

دغه راز هند یو ځل بیا د افغانستان له حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه ملاتړ اعلان کړی دی.