د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتين قانع د پاکستان پوځي رژیم لهخوا د روږدو پر روغتون د شوي برید په تړاو خبري کنفرانس کې وویل، اسلامي امارت په ټولو نړیوالو سازمانونو او بنسټونو غږ کوي چې د دې وحشیانه جنایت پر وړاندې خپل مسولیت درک او غږ پورته کړي.
ښاغلي قانع زیاته کړه، اسلامي امارت پر ټولو نړیوالو بنسټونو غږ کوي چې دغه پېښه په جدي توګه وڅېړي او د شهیدانو او ټپیانو له حقونو دفاع وکړي.
همدارنګه د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري وویل، امکان لري، د پاکستان پوځي رژیم له خوا د روږدو پر روغتون د تر سره شوي برید د قربانیانو شمېر لوړ شي.
ښاغلي عمري زیاته کړه، اوس هم د ژغورنې عملیات روان دي او اټکل کېږي چې د قربانیانو شمېر نور هم لوړ شي.
د لومړنیو شمېرو پر اساس په دغه برید کې شاوخوا ۴۰۰ تنه شهیدان او ۲۵۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

