ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملګري ملتونه: لاهه نړیواله محکمه دې د فلسطینیانو د حقوقي وضعیت په اړه پرېکړه صادره کړي

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلي د رایو  په اکثریت داسې طرحه تصویب کړې، چې په اساس يې له لاهه نړیوالې محکمې غوښتل شوې، تر څو د فلسطین اشغال شویو سیمو کې د اسرائیل رژیم د قدرت دوام، د ښارونو جوړېدل او د فلسطینیانو حقوقي وضعیت په اړه پریکړه صادره کړې.

دغه اسامبله کې د یوې رای اچونې په ترڅ کې ۸۷ هیوادونو مثبته، ۲۶ هیوادونو منفي او ۵۳ نورو هیوادونو سپینې رايې ورکړې دي.

دا پریکړه لیک د یاد سازمان له لوري داسې وخت تصویبېږي، چې بنیامین نتانیاهو د شپږم ځل لپاره د اسرائیلو د صدراعظم په توګه ټاکل کېږي او ژمنه کوي، چې د فلسطین په اشغال شویو سیمو کې به د ښارونو جوړولو ته دوام ورکړي.