د غزني ولایت د اندړو ولسوالي اړوند د سردې بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې د 13 میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت د ګڼ شمیر سیمه ییزو مسولینو او قومي مشرانو په شتون کې پیل شوې.
د یادې پروژې په پرانیست غونډه کې د کابل سیندیزې حوزې لوی رییس انجینر حبیب الرحمن حقپال ویلي، په غزني کې د سلطان، بهائي، باغچرې او د دهنه شير بندونو د ساتنې او مراقبت چارې دوام لري او د یاد ولایت په هرې ولسوالي کې به د اوبو د غوره مدیریت په موخه یو کوچنی ذخیروي بند هم جوړ شي.
نوموړي زیاته کړې، چې په غزني کې د اوبو د مدیریت په موخه به په روان کال کې د 96 میلیونه افغانیو په ارزښت یو شمیر کانالونه، سربندونه، کوچني بندونه او ټرينچونه هم جوړ شي.
د غزني د سردې بند د 259 میلیونه متر مکعب اوبو د ذخیره کولو او د شاوخوا ۱۵۰ زره جریبه کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا لري، چې د ساتنې او مراقبت چارې یې د اوبو او انرژي وزارت په مالي ملاتړ د سپین دره ودانیز او سړک جوړونې شرکت له لوري پرمخ وړل کیږي.