ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په پاکستان او نورو هېوادونو کې د افغان مهاجرینو په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

له تیرو ۴۵ کلونو را په دې خوا افغانان د اشغالونو او جګړو له امله په مختلفو هېوادونو کې له مهاجرت او خورا ډيرو مشکلاتو سره مخ دي، یاد حالت پر افغانانو تپل شوی او زموږ ملت ورته مجبوره کړل شوی و.

اوس چې افغان مهاجرين له بیلابیلو ستونزو او جبري ویستلو سره مخامخ شوي؛ نو لاندې څو ټکې اړین بولو.

۱ـــ له ټولو هغو هېوادونو څخه لومړی مننه کوو چې په تیرو څه باندې ۴۰ کلونو کې يې افغانانو ته په خپلو هېوادونو کې ځای ورکړ، اوس یو ځل بیا ترې غواړو افغانان مجبور نکړي، چې په زور او بې له چمتووالي څخه جبری وویستل شي؛ بلکې وخت ورکړي او اړوند هېوادونه د حسن همجوارۍ، اسلامي اخوت او بشري عاطفې له مخې له تحمل څخه کار واخلي.

٢ـ په کومو هېوادونو کې چې افغانان مېشت دي، د هغو هېوادونو امنیت ته يې ستونزه نه ده رامنځته کړې او نه هم په بې ثباتیو کې لاس لري.

٣ـ له ګاونډیو هېوادونو څخه غواړو، چې د اسلامي اخوت اصل ته په پام سره له افغان مهاجرینو سره ښه چلند وکړي.

٤ــ له کومو هېوادونو څخه، چې افغانان د جبري ویستلو په پایله کې بیرته خپل هېواد ته راستنیږي، د هغوی مالونه، پيسې او نور ملکیتونه يې شخصي مال او د دوی حق دی، هیڅوک دا حق نه لري، چې ورڅخه ويې ګرځوي او یا په دې اړوند غیرعادلانه او نا انصافه شرایط پرې وضع کړي.

٥ ـ هغه افغانان چې له نورو هېوادونو څخه د وروستیو مشکلاتو او د ځينو هېوادونو د دريځونو له امله مجبوریږي؛ تر څو وطن ته راشي، باید ټول افغانان، خصوصا زموږ سرمایه دار او تاجران وروڼه، ټول د مهاجرینو ستونزو ته د رسیدو عالي کمیسیون سره په هماهنګي د هغوی په انتقال، اسکان، سرپنا، درملنې او نورو اړوندو برخو کې مرسته وکړي او هغوی هیر نه کړي.

٦ــ دا چې د اسلامي امارت له بشپړ حاکمیت وروسته په هېواد کې اسلامي نظام، سرتاسري امنیت، یوه رهبري او د افغانانو ترمنځ د ورورۍ فضا رامنځته شوې، د ټولو راستنیدونکو مهاجرینو په اړه د اسلامي امارت مسولینو ته  حکم شوی، چې په ډير اخلاص او توجه سره د خپلو مهاجرینو په خدمت کې هلې ځلې وکړي او کوښښ دي وکړي، چې د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې د را ستنیدونکو مهاجرینو ښه خدمت وشي.

٧_ د تجارت او صنعت وزارت او نور اړونده وزارتونه او ادارې دې راستنیدونکو سوداګرو، پانګوالو او صنعتکارانو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

٨ –  هغو هېوادوالو ته چې د سیاسي تشویشونو له امله له هېواده وتلي، ډاډ ورکوو چې بیرته راستانه او په خپل هېواد کې ارام ژوند وکړي.

الله تعالی دي د اسلامي امارت مسولینو او ټولو افغانانو ته توفیق ورکړي، چې د مهاجرینو لپاره اسانتیاوې برابرې او خدمت یې وکړي.

د افغانستان اسلامي امارت