د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي ندا محمد ندیم د جاپان له سفیر سره لیدنه کړې.
د جاپان سفیر تاکویوشي کورمایا د افغانستان لوړو زده کړو په پیاوړتیا کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر کارونه ستایلي او ویلي يي دي، جاپان د افغانستان او نړۍ ترمنځ د تعامل رامنځ ته کولو هڅه کوي.
نوموړي زیاته کړې؛ چې په هر ډول بحراني حالتونو کې له افغانستان سره مرستې ته تیار یوو.
کورمایا د ډاکټر ناکامورا پروژو د تکمیل تر څنګ، د افغانستان له تحصیلي نظام سره د بنیادي کارونو په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي ندا محمد ندیم د جاپان سفیر ته د ښه راغلاست تر څنګ، نوموړي ته په نوې دنده کې د بریا هیله کړې.
سرپرست وزیر د افغانستان او جاپان ښو اړیکو ته په اشارې سره د افغانستان او نړۍ ترمنځ د اړیکو جوړولو په برخه کې د جاپان هڅې ستایلي او ویلي يي دي؛ چې نړیوال باید په بیړني حالتونو کې د مرستو سربېره، د افغانستان په اساسي جوړونه کې برخه واخلي.