ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې دویمه کاري غونډه ترسره شوه

یادې غونډې ته د لمریزې برېښنا د تولید، له ترکمنستان څخه د وارداتي برېښنا د لېږد په برخه کې د پانګونې طرحې وړاندې شوې، چې له هر اړخیز بحث وروسته په پرنیسپ کې تاید او د اوبو او انرژۍ وزارت او د افغانستان برېښنا شرکت ته دنده وسپارل شوه ترڅو یادې طرحې د تخنیکي، اقتصادي او مالي تحلیلونو او د دې ناستې د وړاندېزونو په نظر کې نیولو سره د طرحو وړاندې کوونکو شرکتونو له استازو سره بیا ځل ناستې ترسره کړي او راپور یې د پانګونې بین الوزارتي کمېټې څلورمې نوبتي ناستې ته راوړي.

په کابل ښار کې پر نړیوالو معیارونو برابر لوی سوداګریز مارکېټ او مرکز د جوړولو طرحې هم د خصوصي سکټور له لوري وړاندې شوې، چې تر هر اړخیز بحث وروسته د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې د استازي په ګډون د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، کور او ښار جوړولو، اطلاعاتو او کلتور وزارتونو، کابل ښاروالۍ او چاپېریال ساتنې ملي ادارې له استازو څخه جوړې شوې ګډې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو یادې طرحې په هراړخیز ډول وڅېړي او د نهايي تصمیم نیونې په موخه یې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

دپانګونې بین‌الوزارتي کمېټه په هېواد کې د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د جلب او جذب د بهیر چټکتیا، د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د طرحو په طی مراحلو کې د همغږۍ، په هېواد کې د پانګونې لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کولو او د پانګونې چارو د ښه مدیریت لپاره د زمینې برابرولو په موخه رامنځته شوې.

د دې کمېټې د کاري کړنو له پيل سره سم اوسمهال کورني او بهرني پانګوال کولای شي خپلې طرحې په فزیکي ډول د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د اقتصادي کمېسیون دارالانشا ته واستوي.