د البيروني پوهنتون احاطې دېوال په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د یاد پوهنتون مشرتابه، علماوو، استادانو او د بېلابېلو ادارو رییسانو ګډون درلود.
یاده غونډه کې د لوړو زدهکړو وزارت علمي مرستیال دوکتور لطف الله خیرخواه د وزارت پر لاسته راوړنو او پرمختګونو خبرې کړي او ویلي يي دي، د وزارت په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره په پوهنتونونو کې د علمي څېړنو او مجلې معاونیتونه رامنځته شوي.
نوموړي زیاته کړې، چې پوهنتونونو کې د هېواد په کچه علمي کنفرانسونه جوړېږي او په بېلابېلو پوهنتونونو کې دې ته ورته پروژې پر لاره اچول شوي دي.
له غونډې وروسته د لوړو زدهکړو وزارت علمي مرستیال او د البيروني پوهنتون رییس لخوا د احاطې دېوال جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
یاد دېوال دوه زره او ٦٠٠ متره اوږدوالی او ٦٠ سانتي بر لري، چې د پوهنتون ٣١٤ جريبه ځمکه راچاپېروي.