ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

لوګر کې د سرخ آب جامع روغتیايي مرکز ودانۍ د ۲۱۹ زره ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي محمد اسحق صاحبزاده لوګر ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت د محمد آغې ولسوالۍ د سرخ آب جامع روغتیايي مرکز ودانۍ پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د مالي او اداري چارو مرستیال د یاد روغتیايي مرکز د پرانیستې مراسمو کې ویلي؛ مونږ هڅه کوو تر څو د هېواد په ټولو هغو سیمو کې، چې له روغتیايي خدمتونو محرومې پاتې شوې وې، روغتیايي مرکزونه جوړ او ولس ته معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کړو.

د سرخ آب جامع روغتیایي مرکز ودانۍ د لوګر د عامې روغتیا ریاست او کډوالو چارو امریت تر نظارت لاندی د UNHCR نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د 219 زره ډالرو په لګښت د ۶ میاشتو په موده کې په اساسي ډول جوړه شوې، چې ۱۲ خونې، شنه ساحه، پارک، د څښاک اوبه او نورې لازمې اړتیاوې لري.