ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

تخار کې د یتیم تپې کانال د سربند او تحکیماتو د ساتنې او مراقبت پروژې چارې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي

د تخار ولایت په ینګې قلعه ولسوالۍ کې د یتیم تپې عمومي کانال د سربند او تحکیماتو د ساتنې او مراقبت پروژه، چې د اوبو او انرژي وزارت په مالي ملاتړ، د یاد وزارت او د دشت قلعې ښکتنې پنج سیندیزې فرعي حوزې د انجنیرانو تر څارنې لاندې پلي کیږي، ۸۵ سلنه چارې یې بشپړې شوې دي.

د یتیم تپې عمومي کانال، د تخار ولایت په ینګې قلعه او خواجه بهاءالدین ولسوالیو کې څه باندې ۱۵۰ زره جریبه کرنیزې ځمکې خړوبوي، چې یاده پروژه د دغه کانال د سربند او تحکیماتو د ساتنې او مراقبت او د پنج سیند د ویجاړیو د مخنیوي په موخه پلي کیږي او پکې ګڼ شمیر هېوادوالو ته د کار زمینه چمتو شوې ده.

اسلامي امارت د حاکمیدو څخه وروسته د اوبو د مدیریت په پار بندونو د رغونې چارې په چټکۍ روانې دي.