ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

تخار کې د څه باندې 34 میلیونه افغانیو په ارزښت درې پروژې پلي کیږي

د ټولګټو وزارت لخوا په تخار کې د دریو بیارغونې پروژو کار د څه باندې ۳۴.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل او اوسمهال یې کار دوام لري.

په یادو پروژوکې لومړی د تخار – بدخشان ۵۸ کیلومتره سړک دی، چې د دغه وزارت له خوا د یو ودانيز او سړک جوړونې شرکت سره د ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت قراردا شوی دی، چې رغنیزې چارې به یې د پینځو میاشتو په موده کې پای ته ورسیږي.

دغه راز دویمه پروژه د تخار – کندوز د ۳۲.۳ کیلومتره سړک د ترمیم او بیارغونې کار دی، چې د ټولګټو وزارت لخوا د یو ودانیز او سړک جوړونې شرکت سره د ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوی، چې رغنیزې چارې به یې د پینځو میاشتو په موده کې پای ته ورسیږي.

او دریمه پروژه د تخار ولایت له مرکز څخه پیل د بهارک، خواجه غار او دشت رباط ولسوالیو څخه په تېرېدو تر فرخار ولسوالۍ پورې د سړک د ترمیم او داغ نیونې پروژه ده، چې د یاد وزارت لخوا د دوه میلیونه او ۹۸۱ زره او ۴۰۹ افغانیو په ارزښت د یو ودانیز او سړک جوړونې شرکت سره قرارداد شوې ده، چې د ترمیم او داغ نیونې چارې به یې د درېیو میاشتو په موده کې پای ته ورسیږي.

 د یادو پروژو په بشپړېدو سره به په یادو مسیرونو د تلونکو مسافرو د تګ راتګ ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي او خلک به په اسانۍ سره تګ راتګ وکړي.