د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د يوناما مشرې روزا اتونباييفا د بهرنيو چارو له سرپرست وزير مولوي امير خان متقي، سره لیدلي.
بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په دې لیدنه کې د پاکستان له خوا له جبري را اېستل کيدونکو افغانانو سره د ياد هېواد د امنيتي ادارو د ناسم چلن، د افغانستان د حکومت او نړيوالو له خوا له راستنېدونکو سره د لنډ مهالو او اوږد مهالو مرستو په اړه تفصيلي خبرې شوې.
د بهرنيو چارو سرپرست وزير ویلي، چې د پاکستان د حکومت له خوا د را اېستل کيدونکو افغانانو پر کورونو چاپې وهل کيږي، نغدي شتمنۍ يې په زور اخيستل کيږي او د منقولو شتمنيو، ټرانسپورټي وسايلو او ان څارويو د وړلو اجازه نه ور کول کيږي.
مولوي امیرخان متقي زیاته کړه، چې په زرګونو کسان په عبوري نقطو کې د غيرموجه دلايلو له کبله د هر ډول اسانتياوو او خدمتونو پرته په شپو، شپو په یخ کې تر شنه اسمان لاندي انتظار ته اړ اېستل کيږي.
نوموړي زیاته کړې، چې پاکستان له بشري موضوعاتو او کډوالو څخه د بېلابېلو موخو لپاره د ګټې اخيستلو هڅه کوي او په دې برخه کي حتی د خپل ولس او خپلو سیاسیونو او کار پوهانو خبرو او نظریاتو ته هم غوږ نه نیسي.
د بهرنيو چارو سرپرست وزير همداراز د اسلامي امارت له خوا د خپلو هيوادوالو د ښه راغلاست او مرستې له پاره پر نيول شويو تدابيرو رڼا واچوله او ويې ويل، چې خپل وطن ته د راستنېدونکو هېوادوالو د بيړنۍ او اوږد مهالې مرستې موضوع د حکومت په کچه تر ټولو ستر لومړيتوب دی او په دې برخې کې به هيڅ ډول امکانات و نه سپموي.
ښاغلي متقي غوښتنه کړې، چي د افغان کډوالو د کړاو په اړه باید ټول نړیوال سازمانونه خپل مکلفیت اداکړي.
د يوناما مشرې، آغلې روزا اتونباييفا، په خپلو خبرو کې وويل چې دوی وضعيت له نږدې څاري، اړوندې ادارې يې د مرستې له پاره په ساحې کې موجودې دي، او په دې اړه به د نړيوالو د پام را اړولو او مرستو را جلبولو له پلوه خپلو هڅو ته ادامه ور کړي.