د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ملا محمد یونس اخوندزاده د یاد وزارت د تدارکاتو رییس مولوې فضل الرحمن عاصم او د نظارت او ارزیابۍ رییس مولوي عبدالغفار اخوندزاده په ملتیا بامیانو ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه یاد ولایت له والي مولوي عبداللّٰه سرحدي، د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس ملا ضیاءاللّٰه خادم، علمای کرامو او مخورو سره لیدنه کړې.
د یاد ولایت والي مولوي عبداللّٰه سرحدی د بامیانو لرو پرتو او د خدماتو څخه محرومو سیمو کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د عادلانه پروژو د پلي کیدو څخه ستاینه کړې، کوم چې په تیرو ۲۰ کلونو کې ورته هیڅ پاملرنه نه ده شوې.
د بامیانو ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس ویلي؛ په تیرو دوو کلونو کې په بامیانو ولایت کې د څه باندي ۲۱۰ کوچنیو او لویو پراختیايي پروژو له جملې څخه چې پکې د سړکونو، د اوبو رسولو شبکې، د کرنیزو اوبو د کانالونو، د پلچکونو او استنادي دیوالونو جوړول او ترمیم شامل دي، چې۱۱۰ پروژې يې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او پاتې نورې پروژې د پلي کیدو په حال کې دي.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر ملا محمد یونس اخوندزاده د بامیانو ولایت د والي او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس د هلو ځلو قدردانی کړی او ویلي يي دي؛ د افغانستان خلک چې ۴۰ کاله يې په جګړو او ویجاړیو کې تیر کړي، اوس د هېواد د سوکالۍ او ابادۍ وخت رارسیدلی دی تر څو دا هېواد پرمختګ وکړي.
نوموړي زیاته کړې، هڅه کوي ترڅو د بامیانو محرومو او لرې پرتو سیمو کې لا زیاتې پراختیايي پروژې پلې کړي او د خلکو د اوبو د کمښت ستونزې هوارې کړي.