ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پوهنې سرپرست وزیر د هرات دیني مدارسو له علماوو او مسولینو سره لیدنه کړې

د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیب الله آغا د یاد وزارت د بهرنیو اړیکو رییس استاد وحیدالله هاشمي او د هرات ولایت پوهنې رییس مولوي رحمت الله جابر په ملتیا د یاد ولایت د دیني مدارسو له مسولینو او استادانو سره په کتنه کې، د اسلامي زده کړو بنسټونو د کړنو د لاښه والي په اړه هر اړخیزې خبرې کړي.
د پوهنې سرپرست وزیر ویلي؛ د اسلامي زده کړو د مرکزونو په ګډون د ټولو ښوونیزو بنسټونو پراختیا ته پاملرنه د پوهنې وزارت له لومړیتوبونو څخه ده، چې د پوهنې وزارت رهبري ورته ژمنه ده.
نوموړي په خپلو خبرو کې د ټولنې په اصلاح کې د علماوو رول ته اشاره کړې او له هغوی یې غوښتي، تر څو د خلکو په منځ کې له خپل معنوي نفوذ څخه په استفادې سره د ښو اخلاقو، یو بل منلو او د ملي یووالي د ټینګښت لپاره لازیاتې هلې ځلې وکړي.
یو شمیر علماوو او استادانو له علماوو سره یې د کتنې په ګډون، دغه ولایت ته د پوهنې وزارت د سرپرست له سفر څخه خوښي څرګنده کړې.
د دیني زده کړو بنسټونو مسولینو خپل نظریات او یو شمیر وړاندیزونه د پوهنې وزات مشرتابه ته وړاندې کړي، چې د پوهنې وزارت د مشرتابه له لوري د همکاري ژمنه ورسره شوې.