د کندهار مرستیال والي مولوي حیاتالله مبارک راستنېدونکو افغان کډوالو د امنیت ساتلو، خدماتو رسولو او اسانتیاوو برابرولو په موخه پر اړینو لارو چارو له کمېټې او ځايي مسولینو سره خبرې اترې کړي.
پلاوي کمېټې ته د امنیت، د روغتیایي ټیمونو، د تجهیزاتو د ډېرښت، د خېمو د منظمېدو، د څښاک پاکو اوبو ، د کډوالو د تم ځای د امنیت، د کډوالو د لېږد، د کډوالو د ثبت په پروسه کې د چټکوالي او نورو برخو کې اړینې لارښوونې او سپارښتنې کړي او هم یې د بشپړي همکارۍ ډاډ ورکړی.
یاد پلاوي له مرکز کابل څخه د راغلي هیئت سره ناسته کړې.
مرستیال والي له دغه هیئت سره ټولې هغه کړنې شریکې کړي، چي سپین بولدک کې د مهاجرینو لپاره د اسانتیا په موخه ترسره شوې وې.