د امریکا حکومت اعلان کړی، چې له اوکراین سره یې د ۱۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د پوځي مرستو نوې کڅوړه اعلان کړې، چې د هوایي دفاع سیستم او ډرون ضد الوتکو لیزري وسلو په ګډون بېلابېل پوځي تجهیزات په کې شامل دي.
دغه مرسته په داسې مهال اعلان شوې، چې غزه کې د اسرایلو او حماس ترمنځ جګړه روانه ده او په دغې جګړې کې هم امریکا له اسرایلي پوځ څخه ملاتړ کوي.
اوکراین کې د روانې جګړې له پیل راهیسې تر دا مهاله امریکا له کیف سره ۷۵ میلیارده ډالر پوځي، بشري او نوره مرسته کړې او د روسیې پر وړاندې دغې جګړه کې یې لوی ملاتړی بلل کېږي.
امریکا له اوکراین سره خپلو دغو مرستو ته په داسې مهال دوام ورکوي، چې روسي چارواکو په بار بار ویلي، دغه مرستې به روانه جګړه نوره هم اوږده کړي او د لا ډېرو انساني تلفاتو لامل به وګرځي.
مسکو دغه راز زیاتوي، چې اوکراین کې به د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو تر نېټې عملیاتو ته دوام ورکړي.