د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د ارشد مشاور انجنیر میرویس غفوري په مشري یو هیئت د ازبیکستان هېواد پلازمینه تاشکند کې د ازبیکستان لوجیسټیک او ټرانسپورټ له ملي نندارتون څخه چې د لوجیسټیک او ټرانسپورټ په برخه کې مختلفو کمپنیو په کې برخه درلوده، لیدنه کړې.
د اوسپنې پټلۍ له لارې د لېږد را لېږد او لوجیسټیک له کمپنیو سره لکه؛ د اوسپنې پټلۍ بار د کانټنري کولو، واګون جوړولو او ماشینري کمپنیو سره یې په اړوند موضوعاتو بحث کړی.
د دې ترڅنګ افغان هیئت د ازبیکستان د اوسپنې پټلۍ اداره کې د پاکستان د اوسپنې پټلۍ وزارت د استازو په ګډون د افغان-ټرانس منطقوي پروژې په اړه درې اړخیزه ناسته کړې.
په دغه ناسته کې د یادې پروژې لپاره د پانګونې د جذب اړوند د نړیوالې مشورتي کمپنۍ لخوا پر ترتیب شوي معلوماتي راپور اصلاحي نظرونه ورکړي، څو نوموړی راپور تکمیل شي.
د دغه ناستې په پایله کې د درې واړه هېوادو د اوسپنې پټلۍ مسولینو ترمنځ په دې هوکړه شوې، چې په نږدې راتلونکې کې به یاد راپور د یوه نندارتون په ترڅ کې په تاشکند ښار کې د پانګونې د جذب په موخه نړیوالو سازمانونو، کمپنیو او هېوادونو ته وړاندي شي، څو یې له امله نړیوال مالي او پولي بنسټونه، هېوادونه او کمپنۍ افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژه کې پانګونې ته لیواله او د دغه پروژې عملي چارې پیل شي.