د کوچیانو استازو په بېلابېلو برخو کې د خپلو خلکو یو شمېر ستونزې او وړاندیزونه د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت د دفتر له عمومي ریيس شریک کړي.
نوموړو ویلي، د کوچیانو قوم له اسلامي امارت سره هر راز همکارۍ او ملاتړ ته چمتو دی.
د سرتاسري امنیت په تامین سره د کوچیانو وضعیت ښه شوی خو زیاته کړې یې ده، د وچکالۍ له امله دوی هم لکه د نورو هېوادوالو په څېر له سختو ستونزو سره مخ دي.
مولوي ذاکر ویلي، د اسلامي امارت موخه د افغانستان ټولو ولسونو او قومونو ته خدمت کول دي او هڅه کوي دوی ته د ژوند لازم سهولتونه او اسانتیاوې چمتو کړي.
ښاغلي ذاکر ډاډ ورکړی، چې د کوچیانو ستونزې به له اړوندو ارګانونو سره شریکې او په وړاندیزونو به یې غور وکړي.