د ننګرهار ولايت په تورخم کې د راستنېدونکو د تثبيت کمېټه وايي، د جمعې شپې له نيمايي څخه د شنبه تر سهاره پورې ۵۶ زره او ۸۷۲ تنه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
د دې کمېټې د راپور پر بنسټ، په تېرو دوو شپو کې اوه زره او ۱۰۹ کورنۍ چې ۵۶ زره او ۸۷۲ تنه کېږي، د تورخم له لارې هېواد ته راغلي دي.
د سرچينې په وينا؛ دا ټول هغه افغان کډوال دي، چې د پاکستان په زور له دغه هېواده را ايستلي دي.
ياده کمېټه زياتوي، چې دغه راغلي افغان کډوال يې له نومليکنې وروسته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د کډوالو نړيوال سازمان ته ور پېژندلي دي.