ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د خوست په هوايي ډګر کې د ۱۸ میلیونو افغانیو په لګښت د سرحدي کنډک ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقانی خوست ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت په هوايي ډګر کې د سرحدي کنډک لپاره جوړه شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارله.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني د یادې ودانۍ پرانیسټ غونډې کې ویلي، چې د لسیزو وروسته د اسلامي نظام په راتګ سره په هېواد کې عدالت تأمین، مخدره توکي صفر او د خلکو ستونزو ته رسیدګي شوې ده.

خلیفه سراج الدین حقاني د ګاونډي هېواد د کډوالو په اړه دا پریکړه غېر مناسبه او د خواشینۍ وړ بللې او ویلي يي دي؛ ګاونډی هېواد دې په خپلې کړې پرېکې بیا کتنه وکړي، څو د دواړو هېوادونو په اړیکو منفي تاثیر ونکړي.

د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ مسولینو ویلي، دغه ودانۍ په دوو پوړونو کې د ۱۸ میلیونو افغانیو په لګښت د کورنیو چارو وزارت له لوري رغول شوې ده.