ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د خاواک سړک د بیارغونې چارې بشپړې شوې

بغلان د دهصلاح ولسوالۍ د سیمه ييزو مسولینو په هڅو مسافرو ته د اسانتیاوو د رامنځ ته کولو په موخه د خاواک سړک د بیارغونې چارې بشپړې شوې.

د بغلان د ده صلاح ولسوال ملالعل محمد محمدي ویلي؛ د کابل – شمال لویه لاره د خاواک کوتل څخه د اندراب لورته خرابه وه او ډېر کله به بندښت رامنځ ته کېده، چې له شمالي ولایتونو تلونکي مسافر به کابل ته د تلو پرمهال د ستونزو سره مخ کېدل.

مونږ یې د بیا رغونې چارې پیل کړې، چې د ولسوالۍ شته ماشینري او همکاران ۴۸ ساعته په هغو ځایونو کې کار وکړ او وروسته له ډېرو هڅو دغه لاره جوړه او مسافرو ته اسانتیاوې رامنځ ته شوې.

نوموړي زیاته کړې؛ د دې سړک تر بیارغونې وروسته د لارې بندښت نه رامنځ ته کېږي او مسافر کولای شي، چې له شمال – کابل ته په دې لاره باندې په خوندي ډول پرته د لارې له بندښت څخه سفر وکړي.

د کابل – شمال د لویې لارې موټرچلونکي وايي، د دې سړک بیارغونې دوی ته ډېرې اسانتیاوې رامنځ ته کړې او دوی اوس د لارې له بندښت پرته په دې لاره باندې سفرونه کوي.