ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا دفتر لوی رییس د توتاخېل قوم یو شمېر مشرانو او متنفذینو سره لیدنه کړې

قومي مشرانو او مخورو د پکتیا ولایت او په ځانګړي ډول د سیدکرم ولسوالۍ ستونزې او وړاندیزونه وړاندې کړي.

نوموړو د اسلامي امارت په حاکمیت د خوښۍ ترڅنګ د سراسري امنیت ستاینه کړې او اسلامي امارت ته یې د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی.

یادو مشرانو پخپلو خبرو کې په سیدکرم ولسوالۍ کې د لویو لارو، اوبو بندونو، جوماتونو، روغتیایي کلینیکونو، مدرسو او ښوونځیو جوړولو وړاندیزونه شریک کړي.

ډاکتر ملا عبدالواسع د یادو قومي مشرانو د ملاتړ قدرداني کړې او ویلي يي دي، د ملت او حکومت ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا لپاره د اسلامي امارت مشران دوامداره هلې ځلې کوي او په همدې هکله دوامداره توګه لویي جلسې ترسره شوې ترڅو خلکو ته اسانتیاوې رامنځته کړي.

نوموړي زیاته کړې، دا مهال چې له ګاونډیو هېوادونو څخه افغان مهاجرین بېرته خپل هېواد ته د راستنېدو په حال کې دي د دغو کډوالو د ځای پر ځای کولو لپاره د اسلامي امارت عالي کمېسیون چارې په چټکۍ روانې دي او د ټولو ولایتونو اوسېدونکي، مرستندویه بنسټونه او خیرخواه کسان باید خپلو هېوادوالو سره مرسته وکړي.

د ریاست الوزرا دفتر لوی رییس د توتاخېل قوم ټولو مشرانو او متنفذینو ته ډاډ ورکړی، چې د ستونزو او وړاندیزونو په هکله به غور او هڅه وکړي.