ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

لوګر کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د پینځه چکډمونو پروژې پرانیستل شوې

د دغو پروژو پرانیست غونډه د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور، د لوګر والي مولوي ضیاءالرحمن مدني، د کابل سیندیزې حوزې عمومي رییس انجنیر حبیب الرحمن حقپال، د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رییس ملا محمد اسماعیل اخوندزاده او د یاد ولایت د یو شمیر سیمه ییزو مسولینو او مخورو په شتون کې ترسره شوه.

 د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د یادو پروژو د پرانیستې پر مهال د اسلامي امارت لاسته راوړنو ته په لنډه توګه اشاره کړې او ویلي يي دي، له نیکه مرغه په ټولو برخو کې هېواد د آبادۍ او پرمختګ په لور روان دی.

 د لوګر والي د اوبو او انرژي وزارت له کړنو ستاینه کړې او زیاته کړې یې ده؛ د اسلامي امارت مسولین شپه او ورځ هڅه کوي، ترڅو هېوادوالو ته په رښتینې توګه خدمتونه وړاندې کړي.

 د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رییس او یو شمیر تخنیکي مسولینو په دغو مراسمو کې د یادو پروژو په هکله معلومات وړاندې کړي او د لوګر ولایت یو شمیر مشرانو هم خپلې ستونزې د اوبو او انرژي وزارت له سرپرست وزیر سره شریکې کړې دي.

د چکډمونو یادې پروژې به د لوګر ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د اسلامي امارت له بودجې څخه د اوبو ذخیره کولو، د موسمې سیلابونو د کنترول او د اوبو سرچینو د پیاوړتیا په موخه پلي شي.