په دې لیدنه کې دواړو لوریو په سیاسي، اقتصادي، تعلیمي، کلتوري او نورو برخو کې د ګډو همکاریو په اړه بحث او خبرې کړي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي؛ افغانستان او ایران د تاریخ په اوږدو کې دوه ملګري او ګاونډي هېوادونه پاتې شوي، چې یو له بل سره ښې سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکې لري او پکار ده، چې د یادو اړیکو د پراختیا او پياوړتیا لپاره په ګډه کار وشي.
ملا عبدالغني برادر اخوند په یاده لیدنه کې له ایران سره د سوداګریزو اړیکو او ترانزیټ پر پراخوالي، د دواړو هېوادونو ترمنځ په مختلفو سکټورونو کې د ګډ کار په موخه د تخنیکي کمېټو پر جوړېدو، د ایران له لارې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ پر زیاتوالي، په افغانستان کې د ایراني پانګوالو پر پانګونې، افغانانو ته د وېزو د ورکړې په برخه کې د لازمو اسانتیاوو پر برابرولو او همدارنګه په ایران کې د مېشت افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدو او له هغوی سره د ښه چلند کولو په اړه هر اړخیزې خبرې کړي.
نوموړي زیاته کړې؛ افغانستان غواړي د ایران له لارې افغاني صادرات او واردات زیات کړي، په همدې موخه له ایران اسلامي جمهوریت څخه غواړو، چې په دې اړه لازمې اسانتیاوي رامنځته کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر دوکتور امیر عبداللهیان د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا، د وارداتو او صادراتو په اړه د سهولتونو راوستلو، د دواړو هېوادونو ترمنځ په مختلفو سکټورونو کې د ګډ کار په موخه د کمېټو پر جوړېدو، په ایران کې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدو او په افغانستان کې د ایراني پانګوالو له لوري د پانګونې د هڅونې ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې په دې اړه به اړوندې ادارې په ګډه کار وکړي.
همداراز په ناسته کې د واخان کوریډور پر جوړولو او له دې لارې څخه پر استفادې دواړو لوریو ټینګار وکړی او ویلي يي دي، دا لاره د دواړو هېوادونو په ګټه ده.
همداراز هوکړه شوې، چې له دواړو لوریو څخه د دې کار د تېزوالې او ښې همغږۍ لپاره مشترکې کمېټې جوړې شي.