د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ویلي؛ افغانستان او ایران د تاريخ په اوږدو کې ښې سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لرلې دي، چې اوسمهال د دغو اړيکو پراختيا ته ښه زمينه برابره شوې او اړتیا ده، چې دواړه هېوادونه یې د لا پياوړتیا په موخه مشترکې هڅې وکړي.
د دواړو هېوادونو لوړ رتبه مسولینو په افغانستان کې د کرنې پر ميکانیزه کولو، د کوکنارو د بدیلو کښتونو په برخه کې پر مرستې، د اساسي کرنیزو محصولاتو او میوه لرونکو ونو د کښت د پراختیا په برخه کې پر پانګونې.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخه کې پر افغان ظرفیت جوړونې، کرنیزو توکو ته د بازارموندنې په موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د نندارتونونو پر جوړولو، د ایراني پانګوالو له لوري په افغانستان کې د کرنې په برخه کې د پانګونې پر زیاتوالي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنیزو محصولاتو د وارداتو او صادراتو په برخه کې د همکارۍ پر زیاتوالي، پر افغان کرنیزو محصولاتو د تعرفې پر کمولو، د ایران له خاورې څخه بېلابېلو هېوادونو ته د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د لېږد په برخه کې د همکارۍ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په اړه هر اړخیزې خبرې کړي.
د ایران د کرنې وزیر محمد علي نېکبخت او ورسره مل ایراني مسولینو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال په مشرۍ افغان پلاوي ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د ذکر شوو مسایلو په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی او زیاته کړې يې ده، چې په دې اړه به د دواړو هېوادونو اړوندې ادارې په ګډه سره کار وکړي.