د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت سرپرست شیخ محمد خالد حنفي د هېواد له مخکښو څهرو او سیاسي تحلیلګرانو سره لیدنه کړې.
یاد تحلیلګران چې د هېواد له مختلفو ولایتونو څخه و پکې سیاسي تحلیلګر حمیدالله هوتک، دوکتور اسماعیل یون، محمد سلیم پيګیر، دوکتور جنت فهیم چکري، ډاکټر زکریا، ډاکټر معین ګل څمکنی، سعید داود هاشمي، ملا عبدالبصیر او حمیم الله منګل په شمول ګڼو کسانو پکې شتون درلود.
دوي د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت اوسنی تګلاره ستایلي او ویلي يي دي؛ چې ستاسو له لوري د غلطیو پلټنه باید له پامه و نه غورځول شي، کله هم چې محتسبین تخطي کوي ډیر زر متوجه کیږی او مخنیوی یې کوی، افراط او تفریط مو نه ده کړی.
نوموړو زیاته کړې؛ چې د نظام له لوري د مخدره توکو مخنیوی، د سوالګرو ټولول، د معتادینو ټولول، د مهاجرینو د راتګ چارو ښه تنظیم، د ادارو تنظیم او امنیت ستر پرمختګ دی، چې په تیر تاریخ کې یې افغانستان کې مونږ ساری نلرو.
شیخ محمد خالد الحنفي ویلي؛ زمونږ دین د افراط او تفریط ترمنځ ده، کوم څه چې مستحب وي هغه ته د فرضیت درجه ورنه کړو، مونږ غواړو د خپل دین او کلتور سمه ترجماني وکړو.
هره کړنه مو باید د شریعت له مخې وي ځکه شریعت زمونږ معیار دی، د ښوونځي او مدرسې لرې والی، چې په تیر کې د اغیارو له لوري رامنځته شوی و، باید له منځه یوړل شي او زمونږ اړوند هر وخت اصلاحي نیوکه او مشوره راسره شریکولی شئ.