ملا عبدالغني برادر اخوند په ایران کې د مېشت افغان پانګوالو له لوري جوړ شوي کنفرانس ته ویلي، په تېرو ۲۰ کلونو کې د افغانانو او په ځانګړي ډول ملي سوداګرو او پانګوالو د سر او مال امنیت خوندي نه و، خو له نېکه مرغه د اسلامي امارت په راتګ سره اوس په ډاډمنه فضا کې خپله سوداګري کوي.
د نوموړي په وینا؛ د اسلامي امارت په راتګ سره اقتصادي وضعیت چې له جدي ګواښ سره مخ و، اوس یې د ثبات پر مسیر ګامونه اخیستي، د هېواد د زېربنا رغولو په موخه د لویو پروژو چارې پيل شوې دي، صادراتو مو وده کړې، د اسانه پانګونې او مثمرې سوداګرۍ لپاره مو سیسټم له فساد او بیروکراسۍ څخه پاک شوی او په هېواد کې مو د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ویلي، اوسمهال په افغانستان کې د صنعت لپاره د اړتیا وړ برېښنا برابره شوې او د لا پراخوالي لپاره یې د برېښنا د تولید او هغو برېښنایي پروژو د بشپړولو هڅې روانې دي، چې چارې یې ناتکمیلې دي.
همداراز صنعتي پارکونو پراختیا موندلې، پر خامو موادو مالیه کمه شوې، د سوداګرۍ د پراختیا په موخه د لویو لارو بیارغونه پیل شوې ده، چې ښه بېلګه یې د کابل- کندهار او سالنګونو لویې لارې او د اورګاډي د شبکې جوړولو اړوند نورې پروژې دي.
د دې لارو په رغولو سره به سوداګري وده وکړي او له مرکزي اسیا څخه سویلي اسیا ته د اموالو په انتقال او ترانزیټ کې به هم ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.
د کورنیو تولیداتو څخه د ملاتړ په موخه پر هغو وارداتو مالیه لوړه شوې، چې موږ یې په هېواد کې تولید لرو او په کور دننه او بهر د افغاني تولیداتو لپاره نندارتونونه جوړ شوي دي.
نوموړي زیاته کړې؛ په افغانستان کې د سرتاسري امنیت په راتلو سره نه یوازې افغانانو، بلکې بهرنیو پانګوالو ته هم د پانګونې زمینه برابره شوې، چې ښه بېلګه یې له افغان پانګوالو سره په مشارکت د ترکي، ایراني، عربي، برېتانوي او نورو شرکتونو له لوري د مختلفو کانونو د استخراج قراردادونه ترلاسه کول او پانګونه ده.
ملا برادر اخوند ویلي، د دې لپاره چې پانګوال په دولتي ادارو کې سرګردان او له بیروکراسۍ سره مخ نه شي، د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت تر چتر لاندې له ټولو وزارتونو او ادارو څخه جوړه یوه قوي کمېټه رامنځته شوې، څو په یو وخت کې په ټولو ادارو کې د پانګوالو کارونو ته رسېدنه وشي او په چټکۍ سره یې چارې پر مخ ولاړې شي.
د اسلامي امارت په راتګ سره په هېواد کې د امنیتي ګواښونو، اداري فساد، د نشهيي توکو د کښت او قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه اخیستل شوي او د کوکنارو د کښت پر ځای غنمو، پنبې او د نورو زراعتي توکو کښت ته لومړیتوب ورکړل شوی دی.
د نوموړي په پانګوالو غږ کړی؛ چې د لومړنیو خوراکي توکو او په ښه کیفیت د درملو تولید، انرژۍ، کانونو، زراعت، ترانسپورټ، زېربناوو، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، روغتیا او نورو برخو کې پانګونه د دې هېواد اړتیا ده، چې شتمن وروڼه باید لومړیتوب ورکړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړې، افغانستان له سمتي، قومي او ژبني تعصب پرته د ټولو افغانانو کور دی او ټول یې د ابادولو مسؤلیت لري، راځئ دا کور په ګډه جوړ کړو او ولس مو له ناورین او د پردیو له احتیاجه خلاص کړو.
په ایران او نوره نړۍ کې پر مېشتو ټولو افغان کادرونو، ملي سوداګرو، صنعتکارانو او پانګوالو غږ کوم، چې راشئ، د هېواد په بېلا بېلو برخو لکه کانونو، زراعت، برېښنا تولید، بندونو جوړولو، ترانسپورت، صنعت او دې ته ورته نورو برخو کې پانګونه وکړئ او له خپلو هېوادوالو سره یوځای د هېواد د آبادۍ لپاره کار وکړئ.
موږ به خپل هېواد په خپله جوړ وو او دا د شکر ځای دی چې الله تعالی د سیمې په کچه یو غني هېواد راکړی دی.
زه یو ځل بیا پر تاسې او د نړۍ په نورو هېوادونو کې پر مېشت افغان پانګوالو غږ کوم، چې راشئ په خپل وطن کې پانګونه وکړئ، ځکه دا وطن پر تاسې حق لري، د دغه وطن په غېږه کې رالوی شوي یاست، له پاکو اوبو او ښکلې هوا مو یې استفاده کړې ده، اوس دا خاوره پر تاسې حق لري چې له ۴۰ کلونو کړاوونو او جنګونو وروسته یې له اوسني راغلي فرصت څخه په استفادې خپله شتمني په ابادولو کې مصرف کړئ.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ویلي؛ عزت او ابرو په خپل کور کې وي، دا نن چې په پاکستان کې له افغان کډوالو سره څه روان دي موږ او تاسې یې ټول شاهدان یو، له خپل کور د باندې تل انسان پردی وي، ښه به وي چې له خپلو کورنیو او اولادونو سره په عزت او ابرو خپل هېواد ته راستانه شئ.
اسلامي امارت او نور ټول افغانان هغو وروڼو ته چې د کډوالۍ اوږده مسافري او جدایي یې تېره کړې ده، هرکلی وايي او تر خپل توان پورې یې ملاتړ کوي.