ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د شهزاده هري څرګندونو د عامو افغانانو سربېره د چارواکو توند غبرګونونه پارولي

د اسلامي امارت یوشمېر لوړپوړي چارواکي او د پوهنتونونو استادان، د برېتانيا د یوه پوځي شهزاده هېري څرګندونې غیرې مسولانه او په افغانستان کې پر خپلو کړو ظلمونو اعتراف بولي.

دوی پر نړېوالو محکمو او د بشري حقونو پر نړېوالو بنسټونو غږ کوي، چې دا برېتانیوي پوځي دې محکمې ته حاضر کړي.

شهزاده هېري پر خپل تازه چاپ شوي کتاب کې اعتراف کړی، چې افغانستان کې یې د پوځي ماموریت په ترڅ کې د ۲۵ افغانانو د وژلو پر وخت احساس کړی و، چې ګواګې د شطرنج دانې له منځه وړي.

د اسلامي امارت یوشمېر مسولین دا څرګندونې د برېتانیې لپاره له شرمه ډکې بولي او نوموړي ته  په افغانستان کې د کړو ظلمونو د سزا ورکړې غوښتنه کوي.

له بل لوري د پوهنتون یو شمېر استادان د نوموړي خبرې په افغانستان کې پر خپلو کړو ظلمونو اعتراف بولي او زیاتوي چې د شل کلنې جګړې په ترڅ کې زرګونه عام افغانان وژل شوي او میلیونونه نور له هېواده کډوال شوي دي.

دوی غواړي، چې د بشري حقونو نړیوال بنسټونه دې بشري جنایتکاران محکمې ته وروپېژني.

پر دې سربېره یو شمېر نړېوالو ورځپانو او څېرو هم د نوموړي خبرې پارونکي او غیرمسولانه بللې دي.

دغه‌راز د برېتانیا د پوځ یوشمېر پخوانيو پوځیانو هم پر نوموړي نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې دا ډول څرګندونې ښايي شهزاده هېري او نور پوځیان له ګواښ سره مخ کړي.