ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کورنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د ترکیې هېواد له نوي شارژدافیر سره لیدنه کړې

د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د ترکیې نوي شارژدافیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ په چارو کې د بریالیتوب هیله کړې او ویلي يي دي؛ د افغانستان او ترکیې اړیکې په تاریخ کې ژورې رېښې لري، دا دوه مسلمان ملتونه په سختو او ښو ورځو کې د یو بل په څنګ کې پاتې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ زمونږ د بهرنیو چارو وزارت مسولین په ترکیه کې او تاسې په افغانستان کې دې د هغو تاریخي اړیکو پاللو او پراخولو لپاره هڅه وکړي.

ښاغلي حقاني همدا راز د ټولې اسلامي نړۍ پر وحدت ټینګار کړی.

جنک اونال د ترکیې او افغانستان د تاريخي اړیکو په بنسټ ویلي؛ دواړه ملتونه داسې ګډ ارزښتونه لري، چې د اړیکو ټینګ بنیاد یې جوړېږي، چې د دې روابطو پالل او پراخول زمونږ دنده او ماموریت دی.

نوموړي زیاته کړې، چې ترکیه په ستونزمنو حالاتو کې د افغانانو تر څنګ درېدل خپله وجیبه بولي.

شارژدافیر د امنیت ټینګښت په برخه کې د اسلامي امارت هڅې ستایلي او په وینا یې په افغانستان کې روان وضعیت د هرې ورځې په تېرېدو سره د ښه کېدو په حال کې دی.

نوموړي همدا راز د مخدره موادو پدیدې سره د اسلامي امارت پرېکنده چلند او مثمره مبارزه ستایلې او په دې برخه کې یې د همکارۍ ژمنه هم کړې.

اونال له بشري مرستو بار د اتم اورگاډي د راتلو خبره هم کړې، چې په را رسېدو سره به په افغانستان کې ګڼ شمېر خلک بشري مرستې ترلاسه کړي.