افریقا لویه وچه کې د چاد او جنوبي افریقا هېوادونو هم له هغو اوو نورو هېوادونو سره یوځای شوي، چې غزه کې د روانې جګړې په درشل کې یې له اسرایلو سره اړیکې پرې کړې دي.
د دغو هېوادونو له ډلې په لاتیني امریکا کې د بولویا هېواد لومړنی هغه وو، چې اسرایلو سره یې په غزه کې د صهیونستي پوځیانو له لوري د ملکي وګړو د قتل عام په غبرګون کې اړیکې پرې کړې.
تر بولویا وروسته بحرین، هندوراس، چیلي، اردون، ترکیې، چاد او جنوبي افریقا هم له اسرایلو څخه خپل سفیران ورغوښتي او له دغه هېواد سره یې اړیکې پر کړې.
پر غزې د اسراییلو د هوایي بریدونو په دوام د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګویتریش وايي، چې په غزه کې هېڅ کس خوندي نه دی او جګړې دا سیمه د ماشومانو په هدیره بدله کړې ده.
ګویتریش په تازه څرګندونو کې ویلي، غزه کې هره ورځ سلګونه نجونې او هلکان وژل کېږي او هلته هېڅوک خوندي نه دي.
غزه کې د اسرایلي ځواکونو او حماس وسلوالو ترمنځ له روانې جګړې ۳۱ ورځې اوړي او تر دا مهاله په کې تر لس زرو ډېر کسان چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، وژل شوي، تر ۲۰ زرو ډېر ټپیان دي او شاوخوا ۱.۵ میلیون نور له خپلو سیمو او مېنو بېځایه شوي او اوس مهال په پنډغالو کې د ژوند سختې شپې او ورځې تېروي.