د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په تهران کې د افغانستان له سفارت د لیدنې پر مهال ویلي؛ د تېرو ۴۰ کلونو پر مهال افغانان په بهرنیو هېوادونو کې له ډېر ستونزو سره مخ وو، ژوند یې سخت او ستونزو ته یې په وخت او ښه ډول رسېدنه نه کېده، خو نن الحمدلله په افغانستان کې یو داسې نظام واک ته رسېدلی، چې هغه په رښتینې مانا د دغه ولس خدمت کوي او په دغه برخه کې خپلو مسولیتونو ته په ښه ډول متوجه دی.
نوموړي زیاته کړې؛ د افغان ولس هوساینه او رضایت زموږ یوازینۍ هیله ده او تاسې هر مسول کس باید تر حده کوښښ وکړئ، څو د هېوادوالو ستونزو ته په وخت او ښه ډول رسېدنه وکړئ.
د ښاغلي برادر اخوند په وینا؛ افغانستان هغه وخت په پښو درېدلی شي، چې حکومت د ملت خدمت وکړي او ملت له حکومت سره اوږه په اوږه په ټولو چارو کې همکاري وکړي.
ملا عبدالغني برادر اخوند همدا راز د سفارت ټولو مسولینو ته لارښوونه کړې، څو افغان محصلینو ته په ایران کې د لوړو زده کړو زمینه برابره کړي او په دغه برخه کې ټولې شته ستونزې حل کړي.
په تهران کې د افغانستان سفارت مسولینو د سفارت د فعالیتونو په اړه د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ته خپل راپور وړاندې کړی او ویلي یي دي، چې د اسلامي امارت په راتګ سره په ایران کې د مېشت افغان کډوالو او کارکوونکو ستونزې تر ډېره حده حل شوې او هغوی ته د لازمو سهولتونو برابرولو په اړه یې له ایراني مقاماتو سره په وار وار مجلسونه کړي، چې ښه پایله یې ورکړې ده.
د سفارت مسولینو زیاته کړې، د اسلامي امارت په راتګ سره په تهران کې د افغانستان د سفارت په چارو کې هر ډول فساد ختم شوی او اوس یې د تېرو کلونو په پرتله په عوایدو کې څو برابره زیاتوالی راغلی دی.