د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې لوی رییس د ازبیکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له لوی رییس سره لیدنه کړې.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې لوی رییس ملا بخت الرحمن شرافت د ازبیکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي رییس نرزلوف زفر غیاسویچ سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په ریلي موضوعاتو بحث شوی.
ملا بخت الرحمن شرافت خپل ازبیکستاني سیال ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ ویلي؛ دا چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره غواړي د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ هغه برخې چې زیانمنې شوې دي، ورغوي؛ په همدې موخه دغه اداره د ازبیکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ته بلنه ورکوي، چې یاد ترمیمات په تر ټولو کم وخت او لږ قیمت سره ترسره کړي.
غیاسویچ څرګنده کړې، دوی چمتو دي د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ ترمیمات په ښه کیفیت او لنډ وخت کې په مناسب قیمت سره ترسره کړي.
نوموړي ویلي؛ د ازببکستان هېواد د ولسمشر په ځانګړې لارښوونه د ښه ګاونډيتوب په پام کې نیولو سره په یادو ترمیماتو کې له افغان اړخ سره ۵۰ سلنه تخفیف کوو.
همدارنګه دغه ناسته کې پرېکړه شوې، چې دواړه لوري به هڅه کوي ترڅو کم وخت کې د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ د ترمیماتو چارې ترسره کړي، څو یې له امله د ریل ګاډي پر مټ سوداګریز توکي تر مزارشریف ښار پورې انتقال شي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره په نظر کې لري د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ ځینې برخې چې د وروستیو تحولاتو پرمهال زیانمنې شوي دي، بېرته ورغوي، چې تر رغېدو وروسته به د سوداګریزو توکو انتقالات تر مزارشریف ښار پورې کیږي او همداراز به ورسره د انتقالاتو کچه ډیره او سوداګرو ته به یو نوی سهولت برابر شي.